د ټولګټو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
د ټولګټو وزارت اداري ناسته ترسره شوه


د ټولګټو وزارت اداري ناسته د دغه وزارت د سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني په مشرۍ، د دغه وزارت د تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

دغه غونډه، چې د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، دټولګټو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عيسی ثاني و ويل: ټولګټو وزارت یو له خدماتي او سکټوري وزارتونو څخه دي، نو شپه او ورځ باید هيوادوالو ته د ترانسپورتي اسانتياوو برابرولو په برخه کې کار وشئ.
محترم ملا محمد عيسی ثاني زیاته کړه: موږ د خلکو سره ژمنه کړې چې دافغانستان وګړو( خلکو) ته به شپه او ورځ خدمت کوو او ان شاءالله دا ژمنه به پوره کړو.

د ټولګټو وزارت سرپرست زیاته کړه: د کابل - کندهار لويې لارې د اساسي ترميم او بیارغونې کار چې په بيلابيلو برخو کې ( د ټول پلازا، معدن او د دغه وزارت بوديجې په بدل کې) د سړک جوړوني ساختماني شرکتونو سره قرارداد شوی دي، چې کار به یې په نږدې راتلونکي کې پیل کړو.

هغه و ويل: هغه پروژې چې کار يې په بیلابیلو ولایتونو کې کمه فيصدي پاته دي،  وزارت به یې په اړه؛ خپلو مالي امکاناتو ته په کتو تصميم ونيسي.

د ټولګټو وزارت سرپرست د دغه وزارت ولایتي رئیسانو ته ښو ونه وکړه چې دخلکو ترانسپورتي اسانتياوو او د سړک ساتنې او څارنې په برخه کې اساسي ګامونه واخلي تر څو هيواد والو ته غوره ترانسپورتي اسانتياوې برابرې شي.

د اداري ناستې په دوام، د دغه وزارت رئیسانو د پروژو د سروي او ډيزاين، دسړکونو حریم، کاري استقامتونو، د نويو پروژو د کار په پيل او مالي او تدارکاتي مسائلو بحث وکړ.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

4 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د ټولګټو وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال، د کابل–کندهار لویې لارې د شولډرونو د رغونې له روان بهیر څخه د لیدنې سربېره، د کندهار – سپین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۹
Background image

په لغمان ولایت کې د شمشه خېلو پله رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمشه خېلو کلي کې د یو پایه پل رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان والي محترم قاري بختیار معاذ، د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۴۲
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال قوس له ۲۸مې څخه د جدي تر ۴مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۲۱۸) ټنه،. . .

BACK TO NEWS