د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۹:۳۷
د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکريم فاتح ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دويم لین سړک له کاري بهیر او له اړونده ټولپلازاوو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د ننگرهار ولایت د ټولګټو رئيس محترم مولوي احمد احمدي يې هم ملتيا کوله.

د ياد وزارت تخنيکي مرستيال د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړي  سکشن ۲۲ کيلومتره سړک د رغونې کار یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت یې د ټولپلازا له محصول څخه ورکول کیږي.

همدارنګه، نوموړي د يادې لویې لارې له اړوندو ټولپلازاوو څخه د ليدنې ترڅنګ د يادو ټولپلازاوو کار کوونکو ته د ستونزو د حل په موخه لار ښوونه وکړه، چې له درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي او د عوايدو راټولولو په برخه کې امانت داري وکړي؛ تر څو هېوادوال ډاډ ترلاسه کړي، چې پيسې يې د ياد سړک په اساسي رغونه لګول کېږي.
 

...

4 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د ټولګټو وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال، د کابل–کندهار لویې لارې د شولډرونو د رغونې له روان بهیر څخه د لیدنې سربېره، د کندهار – سپین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۹
Background image

په لغمان ولایت کې د شمشه خېلو پله رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمشه خېلو کلي کې د یو پایه پل رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان والي محترم قاري بختیار معاذ، د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۴۲
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال قوس له ۲۸مې څخه د جدي تر ۴مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۲۱۸) ټنه،. . .

BACK TO NEWS