د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د یوشمېر اوزبیکستاني پانګوالو او یو اوزبیکستاني شرکت له مسئول سره وکتل

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۲۳
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د یوشمېر اوزبیکستاني پانګوالو او یو اوزبیکستاني شرکت له مسئول سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په شتون کې د اوزبیکستاني پانګوالو او د  VELETON LLC کمپنۍ له مسئول سره  په خپل کاري دفتر کې وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال اوزبیکستاني پانګوالو او د  VELETON LLC کمپنۍ مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ و ویل، چې دامهال په افغانستان کې بشپړ امنیت دی او تاسې کولای شئ د ټولګټو وزارت په زېربنایي پروژو کې پانګونه وکړئ.

د لیدنې په لړ کې، اوزبیکستاني پانګوالو او د  VELETON LLC کمپنۍ مسئولینو د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، موږ لېوالتیا لرو چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ، پلونو سړکونو، تونلونو او بشري ځواک د پیاوړتیا او ظرفیت لوړونه کې پانګونه وکړو.

دغه راز د وزارت تخنیکي ټیم د افغانستان د زېربنایي پروژو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل، د سالنګونو لویې لارې رغونه یې د هېواد یوه مهمه پروژه یاده کړه او زیاته یې کړه چې تاسې کولای شئ د افغانستان په بېلابېلو پروژو کې پانګونه وکړئ.

د لیدنې په پای کې، دواړو لورو د سړکونو او د اوسپنې پټلۍ د رغونې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. همدارنګه، پریکړه وشوه چې دا ډول ناستې به دوام ومومي، او د ټولګټو وزارت د تخنیکي معینیت، اوزبیکستاني پانګوالو او خصوصي شرکت د مسئولینو ترمنځ یوه صورت‌جلسه هم لاسلیک شوه.

...

3 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک اړوند د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام  د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دعقرب له ۳۰مې څخه د قوس تر ۶مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۸۷۲۲) ټن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د لومړي لاټ د ۲۴.۵ کیلومتره برخې د رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټووزارت د کابل – غزني لویې لارې د دویم لاین سړک د اساسي رغونې چارې په دریو برخو کې پیل کړې وې چې دا مهال یې د لومړي لاټ ۲۴.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې جریان لري.

د یاد. . .

BACK TO NEWS