د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال او مل پلاوي ترکمنستان هېواد ته سفر وکړ

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳۰
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال او مل پلاوي ترکمنستان هېواد ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي پلاوي ترکمنستان هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ.

په یاد سفر کې د (۷) ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليک د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د آقينې–اندخوی د پاتې ۱۰ کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه تفاهم ليکونه د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره لاسلیک شول.

ټاکل شوې ده، چې د يادو تفاهم ليکونو تر لاسليک کولو وروسته په نږدې راتلونکې کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو دريو پروژو پراختيايي قراردادونه لاسليک شي، ترڅو عملي چارې يې پيل شي.
د ا.ا.ا ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې رغول، نښلول او معياري کول په لوړه کچه لومړيتوب لري او ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره په سيمه ييزه او نړيواله کچه دوه اړخيزې همکارۍ راجلب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ايران، ازبيکستان او ترکیې هېوادونو ته هم د دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفرونه ترسره کړي وو.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر، ښاغلي علیرضا بیکدلي، سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۰۱ میلیون او ۶۶۰ زره افغانیو په تخمیني ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال دزمري مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴۷۶۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۹۸۳۱ټنه، د تورغنډۍ بندر له. . .

BACK TO NEWS