د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاحالدین، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د لوګر ولایت په کچه یې د ټولګټو وزارت تر کار لاندې پروژو د څرنګوالي، روانو فعالیتونو او د سړکونو د ساتنې او څارنې په اړه خبرې اترې و کړې.
په یاده لیدنه کې دواړو لورو د یاد ولایت د سړکونو د وضعیت، د روانو رغنیزو او ترمیماتي پروژو د تطبیق پر څرنګوالي بحث وکړ او د اړوندو چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره یې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د پروژو د چارو د کیفیت، پرمختګ او څارنې پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د سړکونو دوامداره ساتنه او څارنه د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د ترانسپورتي خدمتونو د ښه والي لپاره مهمه ده.
