د ټولګټو وزارت د مقام د دفتر رئیس د قراردادي شرکتونو له یو شمیر استازو سره ولیدل
د ټولګټو وزارت د مقام د دفتر رئیس مفتي امیر عبدالله، د قراردادي شرکتونو له یو شمیر استازو سره، د دې وزارت د جلسو په تالار کې ولیدل.
دا ناسته چې د قران عظیم شان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ټولګټو وزارت د مقام د دفتر رئيس د قرارداداي شرکتونو ستونزې واوریدلې.
په دې ناسته کې دواړو لورو د نیمګړو پروژو د کار په بشپړولو، د انوایسونو په اجرأ کولو او د قراردي شرکتونو د قرضونو په ورکړې باندې په تفصیل سره خبرې وکړې او فیصله وشوه، چې د ټولګټو وزارت له رهبري سره به هم په دې تړاو ناسته تر سره کړي.