د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه:

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۵:۵۶
د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله؛ د سالنګونو لویې لارې د رغنیزو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه. دیاد وزارت سرپرست په دغه سفر کې د ۱۶ مې؛ ګالرۍ له کاری بهیر، د تونل له رغنیزو چارو او په دغه مسیر کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې او د قرار دادي شرکتونو له کرش پلانټونو، کانکریټ پلانټ او د ساختماني مواد له تولید څخه لیدنه وکړه. د ټولگټو وزارت سرپرست په دې سفر کې د سالنګونو ریاست مسؤولینو او د شرکت له مسؤلینو سره څو ګډې ناستې ترسره کړې، چې په دغو ناستو کې د یاد وزارت سرپرست اړوندو مسؤولینو ته د پروژو د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او د پلان مطابق د دغې پروژې د کار د بشپړولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: د سالنګونو لویه لار چې د هیواد یوه له صعب العبور لویو لاروڅخه ده او د کار د ترسره کولو موده یې لنډه ده، نو د ژمې موسم له را رسېدو مخکې باید د دغې پروژې د پلان شویو برخو کار بشپړ شي. د سیمې خلک او مسافران د سالنګونو لویې لارې د کاري بهیر په پیلېدو خوښ دي او د ټولګټو وزارت څخه د پروژې د کار د څارنې اوغوره کیفیت غوښتنه کوي. د سالنګونو لویه لار؛ یوه مهمه ټرانزیټي او اقتصادي لویه لار ده، چې د هېواد په ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره وصلوي، همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر، ښاغلي علیرضا بیکدلي، سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۰۱ میلیون او ۶۶۰ زره افغانیو په تخمیني ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال دزمري مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴۷۶۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۹۸۳۱ټنه، د تورغنډۍ بندر له. . .

BACK TO NEWS