د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۵۳
د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار  لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل - کندهار لويې لارې د بېلا بېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه وکړه. 
دغه راز د ټولګټو سرپرست وزير د کابل - کندهار لويې لارې په اوږدو کې له ۶ محرابه مسجدونو څخه هم ليدنه ترسره کړه چې د ۵ محرابه مسجدونو ودانيزې چارې يې سږ کال پيل شوي دي او د يو محراب مسجد د رغونې کار په دامان ولسوالۍ کې تير کال پيل شوی و او ۶۰ سلنه چارې یې پرمخ تللې دي.

نوموړي په ياد درې ورځيني کاري سفر کې د وزارت او قراردادي شرکتونو له اړوندو ماشينريو، کمپونو، کرش‌پلانتونو ،قير پلانټونو او کارخونو څخه لیدنه وکړه، د وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو، تخنيکي او کاري ټيمونو ته يې لارښوونه وکړه چې، خپلې ورسپارل شوې چارې دې په غوره کيفيت، چټکتیا او ټاکلي وخت ترسره کړي.

همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې له نصب شويو تلو څخه هم  ليدنه وکړه او اړونده مسؤلينو ته يې د بار‌وړونکو وسايطو د جدي څارنې لارښوونه وکړه ؛ ترڅو د يادې لويې لارې  رغول شویو برخو د ويجاړيدو څخه مخ نيوی وشي. 
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۰۱ میلیون او ۶۶۰ زره افغانیو په تخمیني ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال دزمري مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴۷۶۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۹۸۳۱ټنه، د تورغنډۍ بندر له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې چې  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ١٢٢ میلیونه او ٣٩٨ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې تېره ورځ د. . .

BACK TO NEWS