د ټولګټو وزارت محترم وزیر په سرپل ولایت کې د دغه وزارت له پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۶
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په سرپل ولایت کې د دغه وزارت له پروژو څخه لیدنه  وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې يو تخنيکي ټيم يې هم ملتيا کوله، د هېواد شمالي ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په سرپل ولايت کې د دغه وزارت د تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه.

په دغه سفر کې د ټولګټو محترم وزیر د سرپل ولايت د حلقوي سړک د ۱۲ کيلو متره پروژې، د  سانچارک- بلخاب ۲۵ کيلومتره سړک، د سرپل - فارياب د ۳۰ کيلو متره سړک له رغنيزو پروژو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په یاده لیدنه کې د يادو پروژو تطبیق کوونکو ټيمونو او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د کار د چټکتيا، غوره کیفیت او د تخنيکي مشخصاتو سره سم په ټاکلي وخت د پروژو بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې‌ او ټینګار يې وکړ، چې د با کيفيته موادو څخه دې د پروژو په تطبيق کې ګټه واخلي، چارې دې ګړندۍ او د ماشینرۍ شمېر دې زیات کړي.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په دغه ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول تلو ( ترازوګانو) له فعالیتونو څخه هم کتنه او ارزونه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز محترم وزیر صاحب د ياد ولايت د ټولګټو رييس هغه ته لارښوونه وکړه، چې د ساتنې او څارنې پروژو په تطبيق کې دې جدي پاملرنه وکړي او د پروژو چارې دې وخت پر وخت له نږدې وڅاري او خلکو ته دې د تګ راتګ په برخه کې د اسانتياوو په برابرولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د سرپل ولایت حلقوي سړک ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۲۱ متره پلنوالی لري او په دغه ولایت کې له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي. همدارنګه، د سرپل – سانچارک سړک د جوړولو پروژه له مهمو پروژو څخه ده، چې د پاتې برخو په بشپړېدو سره به یې سرپل ولایت له بامیان ولایت سره ونښلول شي. او دغه راز د سرپل – فاریاب سړک د پاتې برخو په بشپړېدو سره د سرپل او فاریاب ولایتونه یو له بل سره نښلول کېږي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS