د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک ۲۵ سلنه جوړ شوی

mopw_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۵:۳
د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک ۲۵ سلنه جوړ شوی

د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک ۲۵ سلنه جوړ شوی

دا پروژه د پنجشیر ولایت له مرکز څخه تر شمالي آبشار ولسوالۍ پورې د غځېدلی سړک ده، چې ۱۳ کیلومتره اوږدوالی او ۵.۶ متره پلنوالی لري.

یاد سړک په بیلابیلو اندازو کې ۸۵ پایې پُلګوټي او ۹۷۵۸ متره استنادي دیوالونه لري چې د افغانستان حکومت له ملي بوديجې تمولیږي،

د دې پروژې د رغنیزو چارو تړون د څه باندې ۶۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی او تر دې مهاله یې د جوړېدو چارې ۲۵ سلنه پرمختګ لري.

د دې پروژې د کار له بشپړیدو سره به د آبشار ولسوالۍ د سړک په اوږدو کې میشت کلي د پنجشیر ولایت له مرکز او ځینو نورو ولسوالیو سره ونښلي چې پر مهال به یې د آبشار ولسوالۍ د ۲۱ کلیو ترانسپورټي ستونزې هوارې کړي او حاصلات به یې پر وخت مارکېټ ته ورسیږي.

د ټولګتو وزارت ــ کابل

لیندۍ ۱۱، ۱۳۹۹

...

2 ورځې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۵۹۶۹۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۴۷۷۰). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱
Background image

د هرات – چشت شریف ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د هرات – چشت شریف سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره پلنوالۍ لري، چې ۷.۳۰ متره یې اسفالټ اود سړک دواړو خواوو ته دوه نیم دوه نیم متره شولډرونه لري، چې یو یو متر شولډر یې په آسفالټ بڼه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۶
Background image

په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۲۵۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتي له ۲۴مې نيټې څخه تر اسد ۳۰ مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ  له لارې (۸۰۲۵۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له. . .

BACK TO NEWS