د پکتیکا ولایت له زرغون ښار څخه تر وازه خوا د لومړي لاټ لومړي فاز سړک د جوړولو کار ۵۴ سلنه بشپړ شوی

mopw_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۹:۱۱
د پکتیکا ولایت له زرغون ښار څخه تر وازه خوا د لومړي لاټ لومړي فاز سړک د جوړولو کار ۵۴ سلنه بشپړ شوی

د پکتیکا ولایت له زرغون ښار څخه تر وازه خوا د لومړي لاټ لومړي فاز سړک د جوړولو کار ۵۴ سلنه بشپړ شوی

دا اسفالټي سړک څه باند ۱۱ کیلومتره اوږدوالی، ۹ متره پلنوالی چې ۲ متره د سړک غاړې دي، یوه پایه ۶۴ متره پل، په بیلابیلو اندازو کې ۲۱ پایې پلچکونه او ۳۳۸۰ متره ویالې لري چې د څه باندي ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۵۴ سلنه پرمختګ کړی.

د دې سړک جوړول د ولسولیو په اتصال سربیره، د پکتیکا ولایت مرکز، د ولسواليو مرکزونو، او مارکیټونو ته د کرنیزو محصولات په چټک لیږد کې د اسانتیاوو تر څنګ د خلګو او د توکو په صادرولو او واردولو کې د کرایې د کمښت لامل کیږي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لړم ۱۹، ۱۳۹۹

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کونړ له استازي سره د پېج درې سړک د رغونې او یو شمېر پُلونو د بیارغونې په موخه وکتل

د ټولګټو وزارت محترم وزیر انجنیر نجیب الله یمین نن ورځ په خپل کاري دفتر کې په ولسي جرګه کې د کونړ له استازي استاد نعمت الله کریاب سره د هغه ولایت د ځینو سړکونو او پُلونو د رغونې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کندهار ـ سپین بولدک د لومړي لاټ سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د کندهار- سپین بولدک لومړي لاټ سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې، دا سړک چې ۸۰ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست د شته ماشینرۍ په واسیطه د مسلکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۰
Background image

ټولګټو وزارت د فساد او په دندو کې د ناغيړۍ په تور د لويو لارو د تلو ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

د ټولګټو وزير انجينر نجيب الله يمين د ټرانسپورټي اتحاديو، عامو خلکو او موټروانانو له پرله پسې شکايتونو وروسته د څېړنې يو پلاوی وګماره چې په پایله کې یې د تلو د یو شمېر مامورینو پر ګوښه. . .

BACK TO NEWS