د چاريکار ښار څلورلاري د نښلونکي سړک د آسفالت(قير اچونې) کار د څه باندې ۴۵ ميلیونه افغانيو په ارزښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۲۴
د چاريکار ښار څلورلاري د نښلونکي سړک د آسفالت(قير اچونې) کار د څه باندې ۴۵ ميلیونه افغانيو په ارزښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د چاريکار ښار څلورلاري د نښلونکي سړک د ( کابل - شمال) مسير د بیا رغونې کار چې څو میاشتې وړاندې د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې ۴۵ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شوی و، دا مهال يې کار بشپړ او نن ورځ د پروان ولايت د ټولګټو د رئیس محترم مولوي عزت الله عارف او يو شمېر سيمه ييزو مسئولينو په شتون افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پروان ولايت د چاريکار ښار څلورلاري سړک په ټوليزه توګه ۱۱۱۵۰ متره مربع مساحت لري چې د دوه پايې پلونو او د سړک غاړې ويالو د بيا رغونې کار هم پکې شامل و، چې د دواړو لينو په ۲۰ متره ټوليز پلنوالي سره يې کار بشپړ شو.

د يادې پروژې په بشپړېدو سره د کابل - شمال لويې لارې د چاريکار ښار مسیر د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوی دی او د مسافر وړونکو وسايطو په تګ راتګ او تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې به بشپړې اسانتياوې رامنځته شي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیا رغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته کړي.
 

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۴مې نېټې څخه  تر ۱۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸۱۳۳ټنه، د. . .

BACK TO NEWS