د کابل - غزني لویې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې چارې پيل شوې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۸:۵۷
د کابل - غزني لویې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې چارې پيل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د کابل - غزني لویې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې چارې د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال، د ټولګټو وزارت سرپرست وزير، د چارو ادارې د لوی رئيس، د کابل او ميدان وردک ولايتونو واليانو او د ټولګټو وزارت د يو شمېر مسوولينو په شتون کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د غونډې په پيل کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر وويل: «کابل-کندهار لويه لاره د بيارغونې او اقتصادي ثبات په برخه کې له خورا بنسټيزو پروژو څخه شمېرل کيږي؛ چې افغانستان د جنوبي ولايتونو له لارې د ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان سره په ټرانسپورتي، تجارتي او ټرانزيټي برخه کې نښلوي.»

نوموړي زياته کړه، چې ياده لويه لاره د تيرو څو لسيزو ناخوالو له امله ويجاړه شوې وه، چې خلک يې د ګڼو ټرانسپورټي ستونزو سره مخ کړي وو. ان شاء الله ددې لويې لارې رغېدل به د هيواد دننه او بهر په ټرانسپورټي او تجارتي برخه کې خلکو او تجارانو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي.

ورپسې د ټولګټو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني د پروژې په تړاو هراړخيز معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: «د ټولګټو وزارت له لورې د کابل - غزني لویې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې چارې په دوو برخو کې پيل شوې، چې لومړۍ برخه يې د ۲۴.۵ کيلومتره په اوږدوالي د کابل له کمپنۍ سيمې څخه د ميدان وردکو ولايت تر مرکز ميدان ښار پورې رسيږي او دويمه برخه يې د ۲۴.۳ کيلومتره په اوږدوالي د ميدان وردکو ولايت له مرکز ميدان ښار څخه پيل ددغه ولايت د سيدآباد ولسوالۍ تر ټوپ دښتې پورې رسيږي.»

نوموړي زياته کړه، چې ياد سړک ۹ متره پلنوالي (عرض) لري، چې په رغنيزو چارو کې يې ټولټال ۶ پايې لوی پلونه او ۱۵۵ پُلګوټي شامل دي او په تخميني ډول به د (۳) ميليارده افغانيو په لګښت د دريو کلونو په موده کې بشپړ او ګټې اخيستې ته وسپارل شي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزير همداراز زياته کړه، چې د کابل – غزني لويې لارې دويم لين سړک ټولټال (۱۱۱) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۹) پايې لويو پلونو او (۵۹۴) پُلګوټو د رغولو کار هم پکې شامل دی.

هغه وويل، چې د يادې لويې لارې له (۱۱۱) کيلومتره څخه د (۴۹) کيلومتره سړک رغنيزې چارې نن پيل شوې او د پاتې (۶۲) کيلومتره د رغنيزو چارو د قرارداد په تړاو د ودانيزو شرکتونو سره خبرې-اترې روانې دي.  

د ټولګټو سرپرست وزير ددغه سړک د قراردادي شرکتونو له مسوولينو وغوښتل، چې ددې پروژې کار په ښه کيفيت، چټکۍ او په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

په غونډه کې د کابل ولايت والي محترم ملا امین الله عبيد د خپلو خبرو پرمهال وويل: «د ا.ا.ا رهبرۍ د بشپړ حاکميت راپدېخوا دا ډول ډېرې رغنيزې پروژې په هيواد کې پلي کړي دي او د ټولګټو وزارت له رهبرۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چې د هيواد په آبادۍ کې يې پوره ونډه اخيستې ده.»

په پای کې د ميدان وردګو ولايت والي مولوي بختيار معاذ وويل: «لکه څنګه چې د ا.ا.ا مسوولينو د ولس سره د هيواد د بيارغونې کومه ژمنه کړې وه؛ ان شاء الله په پوره کېدو ده. د يادې لويې لارې په بشپړېدو سره به د خلکو شته ټرانسپورټي ستونزې حل او خلک به په آسانۍ سره د هيواد جنوب، جنوب لوېدېځ او جنوب ختيځ ولايتونو ته تګ-راتګ وکولای شي.»

په وروستيو کې د کابل – غزني لويې لارې د قراردادي شرکتونو مسوولينو هم ډاډ ورکړ، چې خوښ يو چې د هيواد په آبادۍ کې ونډه اخلو او ان شاء الله د ياده لويې لارې رغنيزې چارې به په ښه کيفيت، په نړيوالو معيارونو برابرې او په ټاکلي وخت ترسره کړو. 

د يادونې وړ ده، چې ددغه لويې لارې د رغونې مالي لګښت د ا.ا.ا د مشرتابه عاليقدر آمير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبت الله اخندزاده (حفظه الله) په حکم د ټولپلازا (حق العبور) له محصول څخه ورکول کيږي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۸:۲۹
Background image

د تورغونډۍ بندر د توسعې او پراختيا چارې د ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ازرښت پيل شوې

د افغانستان او ترکمنستان هيوادونو د ګډو اقتصادي پروژو د پرانيستې په درشل کې د ا.ا.ا رئيس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند ترکمنستان هيواد ته سفر وکړ، چې په لړ کې يې د تورغونډۍ بندر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۸:۵۷
Background image

د کابل - غزني لویې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې چارې پيل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د کابل - غزني لویې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې چارې د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال، د ټولګټو وزارت سرپرست وزير، د چارو ادارې د لوی رئيس، د کابل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پیل شوې

د جوزجان ولایت اړوند د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې، په دریوو لاټونو کې د تولګټو وزارت لخوا د دریو بیلابیلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره په تخمیني ډول د ۱.۴ میلیارده. . .

BACK TO NEWS