د کابل - ميدان وردګو لويې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا!
لکه څنګه، چې ټولګټو وزارت، د کابل - ميدان وردګ لويې لارې؛ ( ارغندۍ ۔ دراني بازار) د ٢٧ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې پیل کړی دی، چې دا مهال په سیمه کې عملا کار جریان لري.
په همدې اساس؛ د ترانسپورتي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه؛ ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د ميدان وردګ - کابل لويه لار سر له
شنبه ورځې (د ۱۴۴۵، د محرم الحرام ۲۵مې) نېټې څخه؛ د هغو باروړونکو او غټو مسافر وړونکو موټرو پرمخ د سهار له ۶ بجو د مازديګر تر ۶ بجو پورې د سيسۍ (تنګي دوراهي) په سیمه کې تړل کیږي، چې کابل لوري ته د حرکت په حال کې وي.
ټولګټو وزارت، د لویو باروړونکو او لویو مسافر وړونکو وسایطو له ټولو موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي، چې د دغه وزارت له لوري تر بیا خبرتیا پورې دې د میدان وردګو ولایت له تنګي سیمې څخه په تېرېدو (د کابل ۔ لوګر) پر لویه لار تګ راتګ وکړي.
همدارنګه، د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره په همدې مسیر (کابل ۔ میدان وردګ) کې بدیل فرعي مسیر اماده شوی دی، چې کوچیني مسافر وړونکي موټر پرې تګ راتګ کولی شي.