د کابل – هرات لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د څه باندې ۴۶۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له بېلابېلو فزیکي پرمختګونو سره جریان لري

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۹:۱۳
د کابل – هرات  لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د څه باندې ۴۶۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له بېلابېلو فزیکي پرمختګونو سره جریان لري

د عالیقدر امیر المؤمنین شيخ القران والحدیث مولوي هبة الله آخوندزاده حفظه الله د حکم په اساس، ټولګټو وزارت د کابل - هرات لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې چې له ډلې يې ۶ محرابه مسجدونه د کابل – کندهار پر مسیر او ۸ محرابه مسجدونه د کندهار – هرات پر مسیر له بېلابېلو ودانیزو شرکتونو سره د ۴۶۷۷۲۶۲۱۱.۵ افغانيو په ارزښت قرارداد کړې وې، دامهال یې ودانیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري.

۱۴ محراب مسجدونه


یاد وزارت د کابل – کندهار لویې لارې اړوند ( په میدان وردګو ولایت کې د سید آباد ولسوالۍ مسجد د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، په غزني ولایت کې د اندړو ولسوالۍ مسجد د ۳۴۱۳۶۰۰۰ افغانیو په ارزښت، په غزني ولایت کې د آب بند ولسوالۍ مسجد د ۳۴۲۹۳۴۳۱ افغانیو په ارزښت، په زابل ولایت کې د شاجوی ولسوالۍ مسجد د ۳۵۶۹۶۴۲۸ افغانیو په ارزښت او په یاد ولایت کې د مرکز قلات اړوند مسجد د رغونې چارې سږ کال د ۳۳۳۰۵۶۳۷ افغانیو په ارزښت ( او په کندهار ولایت کې د دامان ولسوالۍ مسجد رغنیزې چارې تیر کال د ۳۵۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت،  پیل شوې وې؛ دامهال له بېلابېلو فزیکي پرمختګونو سره جریان لري او د دامان ولسوالۍ د مسجد ودانیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴ محراب مسجدونه


دغه راز یاد وزارت د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې ( د کندهار ولایت اړوند د میوند ولسوالۍ مسجد د ۳۲۴۴۸۹۹۶ افغانیو په ارزښت، د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ مسجد د ۳۳۹۶۲۸۹۳ افغانیو په ارزښت، د واشېر ولسوالی مسجد د ۳۳۸۴۱۳۵۵ افغانیو په ارزښت، د فراه ولایت اړوند د ګلستان ولسوالۍ مسجد د ۳۲۶۳۲۶۸۴ افغانیو په ارزښت، د یاد ولایت اړوند فراه رود ولسوالی مسجد د ۳۱۵۱۰۹۲۳ افغانیو په ارزښت، د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ مسجد د ۳۳۹۶۰۱۰۲ افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ مسجد د ۲۹۸۰۳۱۰۵ افغانیو په ارزښت،  او د د یاد ولایت اړوند د ادرسکن ولسوالی مسجد رغنیزې چارې د ۳۱۷۳۴۹۵۳ افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت لخوا د بېلابېلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوې وې او دا مهال عملاً جریان لري، چې د هر یو مسجد ودانیزې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي

۱۴ محراب مسجدونه

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ۱۴۴۴/۱۰/۱۳ نیټې د (۳۵۸۴) ګڼې حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې د هر ۷۰ کیلومتره په واټن سره یو محراب مسجد (په ټول هېواد کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي)، چې د هر یو مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنو لمونځ کوونکو چې له دې جملې څخه ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي دي په جلا توګه د اوداسه او لمانځه ځایونه ولري.
 

۱۷ قوس د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS