د کابل – پروان لویې لارې د ترمیم، ساتنې او څارنې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۱:۳
د کابل – پروان لویې لارې د ترمیم، ساتنې او څارنې چارې دوام لري

د کابل - پروان لویه لار د صوفیانو له پل څخه د کابل ولایت تر دروازې پورې په دوو لینونو کې د کابل ولایت د ټولګټو ریاست له لوري ترمیم، ساتل او څارل کیږي.

یاده لویه لار چې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري اوس مهال یې د کابل ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ په مرسته د داغل شویو برخو او همدارنګه د سړک په اوږدو کې رامنځته شوي درزونه، ترمیم او بیا رغول کیږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي چې هیوادوالو ته د ترانسپورتي اسانتیاو د رامنځته کولو او د سړکونو له ډير تخریب څخه د مخنیوي په موخه له پلان سره سم د هیواد له ټولو لویو لارو څخه ساتنه او څارنه وکړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS