د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نورک – مقر ۷۸ کیلومتره سړک د اسفالټ د دویمې طبقې چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې شي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۵
د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نورک – مقر ۷۸ کیلومتره سړک د اسفالټ د دویمې طبقې چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې شي

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نورک – مقر ۷۸ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې  په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۲.۷ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې د اسفالټ د دویمې طبقې چارې به یې په نږدې ورځو کې بشپړې شي او دریمې طبقې کار به یې په راتلونکي کال کې بشپړشي.

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نورک – مقر ۷۸ کیلومتره سړک د اسفالټ د دویمې طبقې چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې شي

ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړي دي او دا مهال یې د اساسي بیارغونې کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یادونې وړده، چې یاد وزارت څه موده وړاندې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کابل – غزني برخې د شاوخوا ۱۰۲ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې چارې بشپړې کړې دي او د یاد مسیر د ځینو نورو برخو کار به په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نورک – مقر ۷۸ کیلومتره سړک د اسفالټ د دویمې طبقې چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې شي

کابل – کندهار لویه لار د هیواد له مهمو او اقتصادي لویو لارو څخه ده، چې د هیواد له مرکز کابل سره د جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو پر نښلولو سربېره افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له لارې له منځنۍ آسیا سره نښلوي.

د یادې لویې لارې په ترمیم او بیا رغونې سره به د ملي سوداګرو، موټر چلوونکو او تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي، د کرنیزو او سوداګریزو توکو په چټک او خوندي لیږد رالیږد کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو او اسپنیزې کرښي په رغولو، ترمیم او بیارغولو سره درنو هیوادوالو ته بشپړې اسانتیاوې رامنځته کړي.

11قوس د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS