د کاپیسا ولایت د دانش تر مغان پل پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو کار بشپړ شوی او ګټي اخیستني ته چمتو ده

mopw_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۹:۵۲
د کاپیسا ولایت د دانش تر مغان پل پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو کار بشپړ شوی او ګټي اخیستني ته چمتو ده

د کاپیسا ولایت د دانش تر مغان پل پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو کار بشپړ شوی او ګټي اخیستني ته چمتو ده

دا پروژه له ۸ کیلومتره څخه ډیر اوږدوالی، ۶متره پلنوالی چې یو متر د سړک دواړو غاړې په بر کې نیسي، په بیلابیلو سایزونو کې ۹۰ پایې پلګوټي او ۳۶۳۷ متره کانکریټي ویالې لري. له ۱۰۳ میلیونه افغانیو څخه په لوړ قیمت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی و، رغنیزي چارې یې بشپړ شوي او ګټي اخیستني ته چمتو ده چې د افغانستان حکومت لخوا تمویل شوی.

د یادې پروژي په پلي کیدو د سمې خلګو ته کاري فرصتونه برابر شوي او په بشپړویدو یې د کاپیسا ولایت اوسیدونکو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې برابريږي.

د یادولو وړ ده چې د دانش تر مغان پل پوري د سړک ټول اوږدوالی ۲۰ کیلومتره ده، چې دوهمه او دریمه برخه یې هم تر کار لاندي ده.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

تلې۹، ۱۳۹۹

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۹:۴
Background image

د بغلان ــ بامیانو سړک د لومړۍ برخې د اسفالټ کار پیل شو

د بغلان ــ بامیانو سړک د لومړۍ برخې د اسفالټ کار پیل شو

د دوشي ــ بامیانو سړک د بغلان ولایت له دوشي پل څخه پیل او د بامیانو ولایت تر شبیر پوري غځیدلي چې ۱۵۲ کیلومتره اوږدوالي لري. د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۸:۵۶
Background image

د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک د جوړلو چارې ۲۶ سلنه مخته تللي

د پنجشیر ولایت د آبشار ولسوالۍ سړک د جوړلو چارې ۲۶ سلنه مخته تللي

دا سړک د پنجشیر ولایت له مرکزه پیل او د دې ولایت تر شماله غځیدلی چې ۱۳ کیلومتره اوږدوالی، ۵.۶ متره پلنوالی، په مختلفو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د دایکندی ولایت نیلي ښار دننه سړکونو د جوړولو کار ۴۲ سلنه پرمختګ کړی

د دایکندی ولایت نیلي ښار دننه سړکونو د جوړولو کار ۴۲ سلنه پرمختګ کړی

د نیلي ښار دننه سړکونه ۸.۸ کیلومتره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري، چې د څه باندې ۶۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت له. . .

BACK TO NEWS