د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ویجاړ شوی پُل ترمیم او بیارغول کیږي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۲:۳۸
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ویجاړ شوی پُل ترمیم او بیارغول کیږي

 

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ پُل چې څو ورځې مخکې د وسله والو مخالفینو لخوا د موټر بم برید په پایله کې ویجاړ شو، چې د یادې ولسوالۍ اوسېدوونکې یې په ورځنیو چارو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

د خلګو د یادې ستونزې د هواري په موخه ټولګټو وزارت د یاد پُل د تخنیکي سروي په پار یو تخنیکي ټیم کندهار ولایت ته استولی چې اوس مهال یې سروې بشپړه او د ډیزاین چارې یې پيل کړي، د ډیزاین له بشپړیدو سره سم به یې تدارکاتي او د بیارغونې کار پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې دا پُل ۱۷۲ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې اوس مهال يې د دوو پایو ترمنځ دوه کانکریټي ګاډرونه یا وایې چې تر ۴۰ مترو پورې اوږدوالی لري ویجاړې شوي.

د وري ۱۲، ۱۴۰۰

د ټولګټو وزارت ـ کابل

 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS