لغمان: د کابل ــ ننګرهار لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۵:۵۵
لغمان: د کابل ــ ننګرهار لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې

د لغمان د ټولګټو ریاست، لخوا د کابل - جلال آباد د لویې لارې هغه برخې پاکې شوې؛ چې د اورښتونو او سختو سیلابونو له کبله یې د ترافیکو په تګ راتګ کې خنډ رامنځته کړی وو.

د ورستیو سېلابونو د راوتلو له کبله د کابل - جلال آباد لویه لار په درونټې سیمه کې د سړکونو سطحو ته زیان اړولی وو او په یاده لار یې خلک د تګ - راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

د لغمان د ټولګټو ریاست کارکوونکو له خپلې شته ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې، یاده لویه لار د سیلابونو له پاتې شونو څخه پاکه او د ټرافیکو پرمخ په بشپړ ډول سره پرانیستله.

اوس مهال وضعیت عادي دی او د نقلیه وسایطو د تګ راتګ پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه له مخې لیرې شوي دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS