لوګر: د خوښي – ازري ۴۵ کیلومتره سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري:

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۳:۲۲
لوګر: د خوښي – ازري ۴۵ کیلومتره سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري:

د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینري او تخنیکي پرسونل پر مټ د دغه ولایت د خوښي – ازري سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار دوام لري.

دا سړک، چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د یاد ولایت له خوښي ولسوالۍ څخه پيل او د ازري ولسوالۍ تر مرکز پورې به هموارکاري او چغل اندازي شي.

یاده دې وي، چې د دغه سړک د خربوالي له امله د ازري ولسوالۍ اوسېدونکي د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره مخ و، چې ټولګټو وزارت د یادو ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د اوس مهال لپاره د دغه سړک د هموارکاري او چغل اچونې کار پیل کړی دی او په راتلونکي کې به د ټولګټو وزارت له پلان او بودیجي سره سم په اساسي ډول ورغول شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

2 میاشتې ago

...

...
aa

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۳:۳۸
Background image

د شیخ ابونصر فراهي سړک د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی

د شیخ ابونصر فراهي سړک د درېیم لاټ (میل ۷۸) د اساسي رغونې کار په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دی، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د قیر اچونې چارې هم پیل شي. د شیخ اوبونصر فراهي سړک، ټولټال. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

دا مهال د سالنگ پر لویه لار بار وړونکي موټر له شمالي لوري څخه حرکت کوي او مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو څخه په عادي ډول د حرکت په حال کې دي. د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۳:۴۰
Background image

خوست: د موسی خیلو ولسوالۍ د غلنګ پُل د اساسي جوړولو کار پیل شو

د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ د غلنګ پُل د جوړلو کار د سیمې د اوسېدونکو او حق خیریه بنسټ په مالي مرسته د سیمه اییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.

یاد پُل د خوست ولایت د موسی خیلو او. . .

BACK TO NEWS