ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه

ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه

۱ـ  د پروژې پیژندنه

 د ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې مالي تړون یې د ۲۰۱۵ م  کال د نومبر د میاشتې په  ۱۴  نیټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ لاسلیک شوی دی. دا پروژه د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې په ۳۱ پیل او د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټې پای ته رسيږي.

  د یادې پروژې بودیجه، چې په پیل کې ۲۵۰ ملیونه ډالره اټکل شوې وه د نړیوال بانک له لوري په وړیا توګه تمویل کیده؛ مګر په ۲۰۲۰ م کال کې   ۱۰۰ ملیونه ډالره د کورونا ویروس د خپریدو له امله د کورونا سره د مبارزې لپاره ولیږدول شوې. څرنګه چې د بغلان - بامیانو سړک د هغې بویجې د لیږدولو ورسته، چې د  کورونا سره  د مبارزې د پاره ځانګړې شوې وې د بودیجې د کموالي سره مخامخ شوه، د افغانستان دولت د بغلان - بامیانو سړک د تمویل لپاره د ۲۰ ملیونو ډالرو د اړتیا وړ بودیجې ژمنه وکړه.

 دا پروژه اوس د بغلان - بامیانو د ۱۵۲ کیلو متره سړک د جوړیدو او د ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي د سالنګ تونل د پورتنۍ برخې د ډیزاین مسؤلیت په غاړه لري. د بغلان - بامیانو سړک په اوو برخو ویشل شوی، چې  له لومړۍ برخې څخه تر څلورمې الف برخې په بغلان ولایت کې او له څلورمې ب برخې څخه تر شپږمې برخې پورې په بامیانو ولایت کې موقعیت لري.

تر دې دمه پورې د بغلان - بامیانو سړک څلورمې برخې قرارداد شوی، د لومړی برخې چارې د ۲۴ کیلومترو په اوږدوالي سره د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې، د شپږمې برخې عملي چارې د ۲۴.۵۸ کیلومترو په اوږدوالي سره د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې، د دویمې برخې عملی چارې د ۲۳.۰۴ کیلو مترو په اوږدوالي سره د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت  کې او د پنځمې برخې عملي چارې د ۱۹.۵۸ کیلو مترو په اوږدوالي سره د ۲۰۲۰ کال د جنوري  په میاشت کې پیل شوې دي. درېیمه، څلورمه الف او څلورمه ب برخه د تدارکاتو تر پروسې لاندې ده. د شپږمې برخې قرارداد د ټولګټو وزارت له لوري د ۲۰۲۱ کال د مارچ په څلورمه د قراردادي لخوا د تکراري سرغړونې له امله د تدارکاتو   کمیسیون په تصویب سره لغوه شو او همدارنګه د لومړی برخې چارې د نه بشپړیدو له امله د ۲۰۲۱ کال د فبروري په پنځمه نیټه د لومړی برخې پر قراردادي د  ځنډونې جریمه وضعه شوې ده.

۲ـ  لید لوری

د ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه د ټولګټو وزارت د پروژو څخه یوه پروژه ده او د جوړیدو هدف یې د ټولګټو وزارت له لید لوري عبارت دی. د ټولګټو وزارت لیدلوری عبارت دی له: د معیاري سړکونو پرمټ د افغانستان د ولایتونو وصل له یوې سیمې څخه بلې سیمې سره. په افغانستان کې د سړکونو د یوې مصئونې او کار وړ شبکې جوړول، چې سیمه ییزې لویې لارې، کورنۍ لویې لارې او د پلونو په ګډون ولایتي سړکونه په کې شامل دي، چې خلکو ته د یوه ډېرې لویه ترانسپورټي سیستم یوه برخه جوړوي.

۳ـ  دنده

د بغلان - بامیانو سړک د ۱۵۲ کیلومترو په اوږدوالي سره قیر کول او په معیاري توګه جوړول او د سالنګ تونل د پورتنۍ برخې تخنیکي مطالعه د اساسي بیا رغونې په موخه.

۴ـ  هدف

د ټرانس - هندوکش سرک د اتصال پروژې هدف " د سرک له لارې د هندوکش   په اوږدو کې د اتصال وده" ده.

 ۵ ـ  د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې یې صلاحیتونه

د ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه د بغلان - بامیانو سړک د جوړولو او د سالنګ تونل د پورتنۍ برخې ډیزاین، د پروژې د ورځنیو فعالیتونو مدیریت او د قراردادي شرکتونو له لوري د تر سره شویو کارونو په سمه توګه نظارت کول دي. همدارنګه د پروژې د ورځنیو فعالیتونو مدیریت او د قرارداديانو لخوا د تر سره شويو رغونېزو کارونو د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري، چې د قرارداديانو د کار په سمه توګه د څارلو لپاره، دیادې پروژې د رغونې نظارت واحد ټیمونه په دوامداره توګه په ساحه کې شتون لري او یو ټیم د اړوندې برخې د نظارت کولو مسؤلیت لري.

۶ ـ  حکومت او وګړي

د ټرانس - هندوکش سرک د اتصال پروژه د افغانستان  دولت د لومړیتوب لرونکو او ملي  پروژو څخه ده ، چې هدف یې د سرک له لارې ، د هندوکش غرونو لړۍ ، شمال، مرکز او سویل ته د ارتباط وده ورکول دي. د هندوکش د غرونو لړۍ دواړو برخو ټول اوسیدونکي په ځانګړي توګه د بغلان او بامیانو ولایتونو خلک به له دې پروژې ګټه واخلي.

۷ ـ رولونه او مسئولیتونه‌

د پروژې د مدیریت ټیم د پروژې د ټول مدیریت پر غاړه لري. سربیره پردې، د رغونې کارونو د نظارت لپاره ځانګړی واحد شتون لري، چې په پروژه کې د رغونې نظارت واحد په نوم یادیږي. کوم چې د قرارداديانو د کار نظارت مسؤل دی. سربیره پردې پروژه انجینري، مالي، لوژستیک، چاپیریال او ټولنیز، نظارت او ارزونه او عملیاتي واحدونه لري، چې هر یو یې په اړونده څانګه کې ځانګړی مسؤلیت لري.  UNOPSد ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژې سره د پروژې د پلې کولو مشاور په توګه همکاري کوي.

۸ ـ زیربناوې او سرچینې

د پروژې سرچینې په دوو برخو ویشل شوې دي:

۱. بشري سرچینې: د پروژې ټولې بشري سرچینې ۹۳ بستونه لري، چې په دې کې د پروژې مرکزي دفتر او د پروژې ساحوې ټیمونه شامل دي.

۲. مالي سرچینې: د پروژې اوسنۍ بودیجه کې د بغلان - بامیانو سړک جوړولو لپاره ۱۷۰ ملیونه ډالر شامل دي، چې له هغې جملې څخه ۱۵۰ ملیون ډالره دنړیوال بانک له لوري او ۲۰ ملیون ډالره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري ورکول کیږي.

...

10 میاشتې ۱ اونی ago

...

...