ټولګټو وزارت د تیرو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۹:۷
ټولګټو وزارت د تیرو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

ټولګټو وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې وړاندي کړ، په دې خبرې کنفرانس کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر عبدالقیوم ځاځی او د دې وزارت مالي او ادارې مرستیال محمد حامد محبي ګډون کړی وو. په دې خبرې کنفرانس کې د ټولګټو وزارت تخنیکې مرستیال ښاغلي انجنیر عبدالقیو ځاځي وویل چې ټولګټو وزارت توانیدلی ترڅو په تیرو شپږو میاشتو کې له اختیاري بودیجې څخه په ګټې اخیستنې سره ۱۴۰ کیلومتره عمومي سړک په خوست، کندهار، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، غور، پروان او کابل ولایتونو کې ورغوي همدارنګه په تیرو شپږو میاشتو کې په خوست، کندهار، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، غور، پروان، کابل او لوګر ولایتونو کې ٨٩ کیلومتره کلیوال سړک هم جوړ کړي چې لګښت یې له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او ۶۵ کیلومتره نور کلیوال سړک به په راتلونکې پنځو میاشتو کې ورغوي پر دې سربیره ټولګټو وزارت په تیرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۱۴۲ کیلومتره سړک او پلونه سروې او ډیزاین کړي او ۲۲۷ کیلومتره سړک د ډیزاین په حال کې دی چې تر راتلونکو پنځو میاشتو به یې چارې بشپړې شي. د وزارت تخنیکې مرستیال همداراز وویل چې ټولګټو وزارت د هغو پروژو ترڅنګ چې له اختیاري بودیجې څخه تمویلیږي ګڼې هغه پروژې هم تر تطبیق لاندې لري چې مالي لګښت یې غیر اختیاري دی. په ورته وخت کې د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال ښاغلي محمد حامد محبي وویل چې یاد وزارت په ۱۴۰۰ مالي کال کې باندې ١٨ ملیارده افغانۍ منظور شوي بودیجه لرله چې له ډلي یې څه باندې ۱۰ میلیارده افغانۍ اختیاري او څه باندې ٨ میلیارده افغانۍ غیراختیاري بودیجه وه چې تر دې مهاله د اختیاري بودیجې له ډلي څخه څه باندې ٥.٥ ملیارده افغانۍ مصرف شوي. هغه همداراز په ټولګټو وزارت کې د پروژو د غوره او اسانه پلي کیدو په موخه د وزارت په بیلابیلو برخو کې د PMISسیسټم له رامنځته کولو څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې سیسټم په پرمټ به د ټولو پروژو انوایسونه په انلاین بڼه تر ماليي وزارت پورې تعقیبږي او د پروژو د فزیکي پرمختګ په ګډون به د شرکتونو کارکوونکي، تجهیزات او ټول وسایل په آنلاین بڼه کنټرولیږي. ښاغلي محبي زیاته کړه چې د یاد سیسټم د پراختیا په صورت کې به د کارکونکو د وسایلو د ثبت تر څنګ د بشري منابع د بستونو، د ازموینو او نتیجو ټوله پروسه په آنلاین بڼه ترسره شي.

...

9 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر نیمروز او هلمند ولایتونو ته  د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد وزارت ترکارلاندې پروژو څخه له نږدې لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني؛ چې د ياد وزارت یو شمېر مرکزي او تخنیکي رئیسانو ملتيا کوله جنوب غربي او غربي ولايتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې نیمروز او. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۱:۴۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې  د دوو پروژو کار د شاو خوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته و سپارل شوې

د ټولګټو وزارت لخوا په پکتیکا ولایت کې د دوو پروژو کار د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي محمد اکبر عادل او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې د شاو خوا ۲۲ میلیونه افغانیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

د بغلان ولایت اړوند د بوغابي کوتل د سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو کار د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټي اخیستنې ته وسپارل شو

 د ټولګتو ووزارت لخوا د بغلان ولایت اړوند، بوغابي کوتل د سړک  کار ۷۲ میلونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت محترم والی، د یاد ولایت د ټولګتو ریاست رئیس او یو شمیر سیمه اییزو مسؤلینو په. . .

BACK TO NEWS