ټولګټو وزارت د فساد سره د جدي مبارزې لپاره د وړتیا لوړونې عملي او مسلکي کورس پیل کړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۰:۳۵
ټولګټو وزارت د فساد سره د جدي مبارزې لپاره د وړتیا لوړونې عملي او مسلکي کورس پیل کړ

د ټولګټو وزارت رهبري چې له فساد سره کلکې مبارزې ته ژمنه ده او تر دې مهاله یې ګڼې لاسته راوړنې هم درلودلې دي اوس مهال یې د داخلي تفتیش د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د عملي او مسلکي لارو چارو د زده کړې کورس پیل کړ

دا دوه میاشتنی کورس به یوه میاشت د ټولګټو وزارت د تفتیش څانګې د استادانو او دویمه میاشت به د مالیې وزارت د تفتیش د استادانو له خوا پر مخ وړل کیږي

د کورس پر مهال به ځوانو مفتیشینو او د تفتیش ادارې کارکوونکو ته د قوانینو، مقررو او طرزالعملونو د پلي کېدو او هغو لارو چارو ښودنه کیږي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره کارول کیږي تر څو په اغېزناکه توګه د تفتیش پړاونه بشپړکړی شي

هغوی ته به په دې کورس کې د علمي، حقوقي او تقنیني مسایلو د ور زده کولو تر څنګ په چارو کې د روڼتیا رامنځته کېدو او هېواد پالنې روحیه هم ورکول کیږي تر څو د آبادۍ په موخه غوره تفتیش وکړي

د ټولګټو وزارت د تفتیش ریاست د ‍۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې راهیسې تر دې مهاله ۲۸ قضیې څېړلې چې له مخې یې ۳۷ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پیژندلې

په یادو کسانو کې د سروې کوونکي له بست څخه نیولې بیا د مدیرانو، آمرینو، رییسانو او آن د معین تر کچې کسان شامل دي.

همدا رانګه په یاده موده کې ۵۳ کسان د افغانستان د ملکي خدمتونو د قانون له مخې تادیب شوي او تر څنګ یې اوس مهال ۳۷ نورې قضیې هم تر څېړنې لاندې لري.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې، نن ورځ دوشنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغه وزارت د مسؤولینو له لوري د حکومت د طلاعاتو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د حيرتان اړوند نايب آباد سټيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب آباد سټيشن (څلورم-پورټ) د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو اقتصادي چارواکو او ازبيکستان هيواد د ريل پټلۍ چارواکو په شتون کې په بشپړ ډول فعال. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۵۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د کابل-کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل - کندهار لويې لارې د بېلا بېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه وکړه. 
دغه راز د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS