ټولګټو وزارت په ۱۳۹۹ کال کې ۶۸۰ کیلو متره سړکونه ترمیم او جوړ کړي
ټولګټو وزارت په ۱۳۹۹ کال کې ۶۸۰ کیلو متره سړکونه ترمیم او جوړ کړي.
پنجشنبه د سلواغې ۹مه ۱۳۹۹
ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړۍ کې د ټولګټو وزارت د پنجشنبې په ورځ د تېر ۱۳۹۹ مالي کال رپوټ وړاندې کړ.
د ټولګټو وزیر انجینر نجیب الله یمین په دې کنفرانس کې وویل چې ټولګټو وزارت د ټرانسپورټي زیربناوو په برخه کې دروند مسؤلیت لري چې په ۱۳۹۹ کال کې یې ټولټال شاوخوا ۶۸۰ کیلو متره سړکونه په پاخه، جغلي او ترمیم شوې بڼه جوړ کړي دي.
په دې سړکونو کې ۲۴۱ کیلو متره سفالټ یا قیر شوی سړک، ۹۹.۲۵ کیلو متره جغل شوی سړک، ۳۴۰ کیلو متره ترمیم شوی سړک او همدا شان ۱۴۵۳ متره جوړ شوي پُلونه شامل دی.
ښاغلي وزیر زیاته کړه چې د فساد سره د هراړخیزې مبارزې، بنسټیزو اصلاحاتو او تخصص برخې ته یې ځانګړی پام کړی چې په لنډ وخت کې به غوره مثبته پایله ولري.
ښاغلي وزیر زیاته کړه:« ټولګټو وزارت شاوخوا ۱۱ سوه تخنیکي بستونه چې ټول به د سړکونو، پلونو او سټرکچر انجینران وي په نږدې وخت کې اعلان ته ورکوي چې په دې سره به د هیواد کدرونه هم په دنده شي او ټولګټو وزارت به هم تخصصي شي.» په دې سره به په هیواد کې د اړوندې څانګې د لوړو زده کړو لرونکو ته د کار زمینه برابره شي.
ټولګټو وزارت تر ارزونو وروسته معلومه کړه چې ۷۷ سلنه کارکوونکي تر دولسم او څوارلسم ټولګي زده کړې لري او همدا شان ۶۵ سلنه داسې کسان دي چې لوړې زده کړې یې د اړوندې انجینرۍ څانګې خلاف دي.
ښاغلي یمین زیاته کړه چې د فساد او بودیجې د نه مصرف یو علت همدا کسان و چې پر ځای به یې متخصص او له اړوندې څانګې څخه فارغ شوي مسلکي کسان په دندو وګومارل شي.
ښاغلي وزیر وویل د لنډ مهال لپاره اوس له شته فرصتونو څخه ګټه اخلي تر څو مسلکي او پر کار پوه انجینران وګوماري، خو زیاته یې کړه چې د اوږده مهال لپاره یې د یوه تخصصي انسټیټیوټ پر رامنځته کولو کار پیل کړی چې په هغه کې به افغان انجینران په لوړو معیارونو سره روزل کیږي او د ډیزاین تر څنګ به دسړک نور نړیوال تخنیکي معیارونه هم پکې زده کوي.
د ټولګټو وزارت سره دا مهال د ټول افغانستان د شته سړکونو د اوږدوالي کره شمېره په سختی پیدا کېدلی شي خو د دې لپاره چې د سړکونو ټول معلومات خوندي وي پر یوه داسې سیسټم یې کار پیل کړی چې د سړکونو اوږدوالی، پلنوالی او نور اړوند مهم معلومات به پکې خوندي ساتل کیږي.
ورته مهال د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالقیوم ځاځي په دې کنفرانس کې وویل چې د بودیجې پر اساس یې په ۱۳۹۹ کال کې ۸۰ پروژې درلودې چې له ډلې څخه یې ۲۶ بشپړې شوې او ۵۴ تر کار لاندې دي چې ټول ټال یې هېوادوالو ته یو اشاریه دوه (۱.۲) میلیونه کاري ورځې رامنځته کړې دي.
هغه وویل د راتلونکې لپاره له یوې خوا اصلاحات رامنځته شوي وي او له بلې خوا به ډېر تمرکز د سړکونو پر کیفیت کیږي تر څو د سیمې له معیارونو سره سم سړکونه جوړ شي.
بودیجه
ملت ته د دولت د حساب ورکولو په کنفرانس کې د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد حامد محبي د بودیجې په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغه وزارت په ۱۳۹۹ مالي کال کې څه باندې ۲۲ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیایي بودیجه لرله، چې له ډلې یې ۱۶.۶ میلیارده افغانۍ پراختیایي بودیجه وه، او له ټولې بودیجې څخه یې څه کم ۱۷ میلیارده افغانۍ مصرف کړې چې (۷۶.۵۷ ) سلنه کېږي.
هغه وویل د ۱۴۰۰ وم کال لپاره یې ټول ټال پراختیايي او عادي بودیجه د اختیاري او غیر اختیاري بودیجې په شمول ۲۴ میلیارده له مالیې وزارت څخه غوښتې ده چې په دې سره به د څوارلس سوم کال لپاره پلانونه عملي کړي.
ښاغلي محبي همدا شان د اداري جوړښتونو په اړه وویل چې پر نوي تشکیل یې کار کړی او په نږدې ورځو کې به د هیواد ولسمشر ته وړاندې شي، او تر څنګه یې زیاته کړه چې د اداري اصلاحاتو په چوکاټ کې یې پر یو لړ ډیجیټلي سیسټمونو کار پیل کړی تر څو قراردادي شرکتونه د سیستم له لارې هم خپلې پیسې تر لاسه کړي او هم له وزارت سره له همدې لارې اړیکې وپالي.
د سړکونو څارنه او ساتنه
د ټولکټو وزارت د دې تر څنګ چې د سړکونو د رغونې مسؤلیت لري د هغو د څارنې او ساتنې مسؤلیت هم ور تر غاړې دی چې په ۱۳۹۹ کال کې یې ټول ټال ۳۴۰ کیلو متره سړک ترمیم کړی دی.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال پاینده محمد انوري په دې کنفرانس کې وویل چې د ورانو شویو سړکونو څارنه کیږي او هغه ټول سړکونه په نښه شوي دي چې په تېرو څو کلونو کې یې ځینې برخې ورانې شوې وې.
هغه وویل د دې سړکونو د بیا رغونې لپاره یې پلانونه جوړ کړي چې هم یې د رغونې په برخه کې له جدیت کار اخلي او هم به یې د ساتنې په برخه کې د خلکو په دخیلولو سره چارې ګړندۍ کړي.
ښاغلي انوري وویل په هیواد کې د وزن د کنټرول تلې موجودې دي خو ځینې یې د نا امنیو او یو لړ نورو دلایلو له کبله غیر فعالې شوې چې په نږدې وخت کې به اصلاحات پکې رامنځته د بیرته فعالولو چارې به یې پیل شي.
انوري همدا شان زیاته کړه چې د لویو بار وړونکو موټرو د وزن د کنټرول مقرره چې د سیمې په معیارونو جوړه شوې په خورا جدیت سره عملي کیږي او له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنه کړل شي چې په تلو کې فساد وکړي ځکه د تلو پر ډیجیټلي کېدو هم کار روان دی چې په آنلین توګه به څارل کیږي، او د مفسېدینو لاسونه به ترې لنډ شي.
ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د هیواد له پامه لوېدلو سیمو ته لومړیتوب ورکړي او بلخ په مخامخ توګه له کندهار او تورخم د یوه نوي سړک له لارې د هرات له تورغونډۍ سره وصل کړي.
په پاې کې د ټولګټو وزارت رهبرۍ له رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې د اصلاحاتو په رامنځته کولو او د فساد په مخنیوي کې یې همکارې و اوسي.