په بلخ ولایت کې د کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۲۱
په بلخ ولایت کې د کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د مزارشریف دره صوف عمومي مسیر د پل برق دوراهي – کشنده ولسوالۍ ۱۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او رغولوچارې په ډیزاین بلټ شکل  د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح، د بلخ ولایت د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست رئیس محترم الحاج مولوي عبدالصبورصابر، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې.

دغه سړک ۱۸ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، چې شپږ متره یې په آسفالټ شکل او دواړو خواوو ته یې دوه دوه متره شولډرونه دي او په اوږدو کې د دوه پایې پلونو، استنادي دېوالونو، واشونو او یو شمېر پلګوټو درغونې کار هم شامل دی چې د ۲۲ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د بلخ ولایت د کشنده او زارع او د سرپل ولایت د ګوسفندې او بلخاب ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ، د بلخ ولایت د سفید سنګ د ډبرو سکرو او د سرپل ولایت د بلخ آب د ډبروسکرو د پروسس او استخراج او کرنیزو محصولاتو د انتقالاتو په برخه کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ا.ا.ا دټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د بلخ - شبرغان لویې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک په تخمیني ډول د څه باندې ۷۵۲ میلوینه افغانیو په ارزښت او د مزارشیف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي او دا مهال عملاً جریان لري.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS