په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۱۰
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۱۶مې څخه د عقرب تر ۲۲مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۸۵۲۵) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۲۵۹۵) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۵۳۴۱) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۹۰۳۳) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۳۵۴۹۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۵۸۸) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

3 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال کنړ ولایت ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، ختیځو ولایتونو د سفر په لړ کې کنړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اسعدآباد – ناړۍ پر مسیر د غازي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۰
Background image

په لغمان ولایت کې د یو پایه ۱۰۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت د ځایي اوسیدونکو د ستونزو د حل په موخه، د لغمان ولایت اړوند ده زیارت کلي د علیشنګ پر سیند د یو پایه پُل د رغونې چارې د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۵۷
Background image

ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په ملتیا د ټولګټو وزارت د روانو رغنیزو او زیربنایي پروژو د ارزونې،. . .

BACK TO NEWS