په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۷۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۰:۳۱
په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۷۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په تېره یوه اوونۍکې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سرطان مياشتي له ۱۳مې نيټې څخه   تر سرطان ۱۹مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۷۷۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۵۸۸۵۰ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۷۴۵) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۵۴۳۸) ټنه او د خواف –هرات (۵۹۹۶) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۷۷۰۲۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه  صادرات دي،  په تېره یوه اوونۍکې (۴۶۴)  صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان ولایت له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

BACK TO NEWS