په ثور مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۲۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۲۱
په ثور مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۲۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۳۲۸۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۴۷۰۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۳۲۱۱۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۲۳۱۶۸) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۳۰۵۰۹) ټنه، چې ټولټال (۳۳۲۸۳۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په ثور مياشت کې (۱۶۷۷۲) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان ولایت له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

BACK TO NEWS