په خوست ولایت کې د ۵.۹۹ کیلومټره سړک او یو پُل رغنېزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۱:۴۳
په خوست ولایت کې د ۵.۹۹ کیلومټره سړک او یو پُل رغنېزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دي

د خوست ولایت په اسماعيل خېلو کې د ۵.۹۹ کیلومټره سړک او دغه راز یوه پایه ۲۰ متره پُل رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.

د یادې پروژې د جوړېدو تړون د تولګټو وزارت له لوري له یو خصوصي ودانیز شرکت سره شوی وو، چې د رغیدا ټول مالي لګښت یې د افغانستان له ملي بودیجې څخه ورکړل شوي.

د دې پروژې د رغنېز بهیر پر مهال د اړوندو سیمو ګڼو خلکو ته ۱۲۴۹۵ کاري ورځې هم رامنځته شوي وي، چې په بشپړیدو سره به یې د ټڼیو او مندوزیو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ ـ راتګ ستونزې حل شي او د پخوا په پرتله به په اسانۍ سره د خوست مرکز ته تګ راتګ وکړي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS