په لوګر ولایت کې د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په لوګر ولایت د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح ، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي جنت ګل سراج، یوشمیر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.
د لوګر ولایت د مرکز پلعلم له خضر سیمې څخه تر بادخواب روغني – برکي راجان – ده شيخ څلور لارې – د چرخ ولسوالۍ تر ډبرې پل پورې د ۳۲ کیلومتره سړک د رغونې پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د رغونې کار به یې ۲ کاله او ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي؛ همداراز د لوګر ولایت پوهنتون سړک جوړولو چارې هم د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې د رغونې کار به یې ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د یادو پروژو د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې سیمه ییز ترانسپورت منظم، د درنو هېوادوالو په ځانګړي ډول د یادو مسیرونو څخه د تلوونکو مسافرو او زده کړیالانو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټولګتو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بیلو ولایتونو کې د سړکونو، لویولارو، پلونو او پُلګوټو د رغونې، ترمیم او بیا رغونې په برخه کې د ګڼ شمیر پروژو چارې پیل کړې دي.
