په پنجشېر ولایت کې د راوتلو سېلابونو له کبله یو نیم کیلو متر سړک بند شوی
د پنجشېر د ټولګټو ریاست ماشینري له سهار راهیسې د خلکو د ژوند په ژغورلو او د لارې په پرانستلو بوخته ده چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې به د موټرو پر مخ یو طرفه لار پرانیزي او تر ۴۸ ساعتونو پورې به لار په بشپړه توګه پاکه کړي.
د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ په پېشغور سیمه کې پرون ناوخته د سېلابونو د راوتلو له کبله ډېرې کورنۍ زیانمنې او شاوخوا یو نیم کیلو متر سړک د سېلابونو له کبله بند شوی دی.
د ټولګټو وزارت د پنجشېر ولایت اړونده ماشینري به نن شپه او سبا پر دې لار کار وکړي تر څو د تګ راتګ لپاره لار پرانستل شي.