د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام (NRAP)

د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام

د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر ټولو مهمه برنامه ده، چې له   ۱۳۸۱ ل کال راهیسې د هیواد په کلیو کې د سړکونو او پلونو د بیارغونې او ترمیم لپاره  یې اړین ګامونه اوچت کړي دي، چې د دولت او د هیواد د کلیو اوسیدونکو له ځانګړي ملاتړ څخه برخمنه ده.

دغه پروګرام، چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو په کلیو کې فعالیت کوي، د مالیې وزارت ، د افغانستان حکومت ، نړیوال بانک، د ایټالیا هیواد او د اروپایي اتحادیې په همکارۍ او همغږي د ټولګټو وزارت له لورې پلې کیږي.

د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام؛ خپلو کاري اصولو ته په پام سره، چې هغه ښه کیفیت او دوام دی، تل هڅه کوې، چې د هیواد د کلیو اوسیدونکو ته ښه خدمات وړاندې کړي؛ ترڅو د افغانستان خلک د ترانسپورتي ستونزو او لومړنيو اړتیاو د نشتون څخه وژغورل شي.

د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام بې اوزګاره اوسیدونکو ته په ودانیزو پروژو کې د کار زمینې برابرې کړې دي. او د خلکو  اقتصادي ستونزې یې حل کړې دي. دغه پروګرام تر دې دمه د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې کابو ۱۷ زره کیلومتره سړکونه او  ۱۵،۵۲۰ متره پلونه جوړ او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي. همدا راز  ۷،۸۹۰ کیلومتره سړکونه یې پوښلي او ساتنه یې کړې، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره ۲۱ ملیونه  کاري ورځې د کلیو اوسیدونکو لپاره برابرې شوې دي.

لید لوری:

د بشري امنیت لوړول، عادلانه اقتصادي وده، لرې پرتې سیمې د ښارونو، مرکزونو سره نښلول او لومړنیو خدماتو ته لاس رسی. 

د پروګرام موخې :

د کليوالي سړکونو د جوړولو له لارې د کليوالي خلکو لومړنيو خدمتونو ته لاس رسی.

په ټولو چارو کې د بشري سرچینو او خصوصي سکتورونو په کارولو سره د کاري چاپیریال رامنځته کول

د ترانسپورتي لارو په جوړولو او ساتنه کې د خلکو او خصوصي سکتورونو کاري ظرفیت لوړول

د پروګرام دندې:

د دوهمې او درېیمې درجې سړکونو جوړول

د پلونو جوړول

د سړکونو ساتنه او مراقبت

د ټولګټو په وزارت کې یې د دندو صلاحیتونه :

د پراختیایي پروژو پلان جوړونه.

د پراختیایي پروژو سروې او ډیزاین.

د پراختیایي پروژو د تړونونو پلي کول او مدیریت.

د پراختیایي پروژو مالي مدیریت.

ټول هغه صلاحیتونه، چې د مقام له لوري نوموړي پروګرام ته ورکول کیږي.

حکومت او خلک :

د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام؛ د ټولو هغو پروژو پلي کولو ته ژمن دی، چې د حکومت له لوري یې خلکو ته ژمنې ورکړل شوې او د بودیجې  په سند کې شاملې دي.

رول او مسولیتونه :

د دوهمې او درېیمې درجې سړکونو جوړول

د پلونو جوړول

د سړکونو ساتنه او مراقبت

زیربنایي سرچینې:

د کلیوالي سړک جوړونې ملي پروګرام د پیل څخه تر ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه  پورې د مختلفو منابعو څخه، لکه : WB ، ARTF ، EC ، DFID ، JSDF ، USAID له لورې تمویل  کیده، چې د ۱۴۰۰ مالي کال په رادبره کیدو سره یوازې د افغانستان حکومت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلیږي.

...

10 میاشتې ago

...

...