دایکندي: د رباط میرامور سړک ۵۲ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۰:۱۱
دایکندي: د رباط میرامور سړک ۵۲ سلنه کاري پرمختګ لري

دغه سړک چې ۱۲ کیلو متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري د دایکندي له رباط بازار څخه پیل او د میرامور ولسوالۍ تر اسپلان سیمې پورې غځېدلی چې دا مهال یې رغنیزې چارې په بنسټیز ډول له ۵۲ سلنه پرمختګ سره روانې دي.

دا سړک به نه یوازې د سیمې د خلکو ګڼې ټرانسپورټي ستونزې هوارې کړي بلکې دایکندی به د بامیانو او غزني له پخو لارو سره هم ونښلوي.

ډایکنډي د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې کم پاخه سړکونه پکې رغیدلي، اوس مهال ټولګټو وزارت د متوازن پرمختګ د اصل په پام کې نیولو سره د دې ولایت ډېر سړکونه تر کار لاندې لري چې په جوړېدو سره به یې د یاد ولایت د خلکو لاسرسی نورو سیمو ته اسانه شي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS