په غزني کې د ۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم کار پیل شو

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۱:۳۶
په غزني کې د ۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم کار پیل شو

د غزني ولایت د مقر – ناوې ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي ۱۰ کیلومتره سړک د ترمیم کار د سیمې د اوسیدونکو په همکاري د دغه ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پیل شو.

د دغه سړک د کار د پیل په مراسمو کې، د غزني ولایت د ټولګټو ریاست مسؤولینو زیاته کړه، چې د یاد  سړک پر ترمیم سربیره د ټولګټو ریاست لخوا د یو شمیر نورو سړکونو د ترمیم او بیارغوني کار هم بشپړ شوی دی.

د یاد سړک له ترمیمولو سره به د مقر او ناوې ولسوالیو د اوسیودونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هواري شي او په اساني سره به تګ راتګ وکړي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

4 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

په کندز ولایت کې د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ اړوند بنګي سیند پر سر د چغه پل او همداراز د آقتاش ولسوالۍ اړوند آقتاش پل د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

په خوست ولایت کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا محب الله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۰:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو استنادي دېوال د بیارغونې چارې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کاپیسا ولایت په اله‌سای ولسوالۍ د یو استنادي دېوال د بیارغونې چارې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاپیسا ولایت محترم والي قاري احسان‌الله بریال، د یاد. . .

BACK TO NEWS