اروزګان: د ترینکوټ – خاص اروزګان ولسوالۍ غځېدلی سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۱۰:۲۲
اروزګان: د ترینکوټ – خاص اروزګان ولسوالۍ غځېدلی سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

د اروزګان ولایت د ترینکوټ – خاص اروزګان ولسوالۍ سړک، چې د چکه جوی په سیمه کې د ورستیو شدیدو بارانونو او سیلابونو د راوتلو له کبله د موټرو پر مخ بند شوی و، نن د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او تخنیکي پرسونل په هڅو بیرته د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شو او هیوادوال کولای شي چې پر دغه مسیر تګ راتګ وکړي.

 

ټولګټو وزارت هڅه کوي، تر څو درنو هیوادوالو ته له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره غوره ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته کړي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

9 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۷:۵۹
Background image

د حيرتان – مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیماتو چارې بشپړې او بیاځلې فعاله شوه

د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنيزې کرښې د پنځم پورټ د ترميم  چارې بشپړې او نن د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو وزارت محترم وزير الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان – زرمت د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اسفالټ چارې د شاوخوا ۵۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي

په پکتیکا ولایت کې د شرنې – مټاخان او د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې د ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او  لغمان،. . .

BACK TO NEWS