د پنجشیر ولایت د ٤ کیلومتره عمومي سړک د ترمیم او داغګیري چارې بشپړي شوې

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۲:۲۸
د پنجشیر ولایت د ٤ کیلومتره عمومي سړک د ترمیم او داغګیري چارې بشپړي شوې

 

د پنجشیر ولایت ټولګټو ریاست لخوا د دغه ولایت د ٤ کیلومتره عمومي سړک د ترمیم او داغګیري کار بشپړ شو.

د دغه عمومي سړک د ترمیم او داغګیري کار، څه موده وړاندې د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پیل شوی و، چې تر دا مهاله ٤ کیلومتره ترمیم او داغګیري شوی دی.

دا سړک ټولټال ٧٠ کیلومتره اوږدوالی لري، چې اوس مهال د شتل ولسوالۍ له دالانسنګ سیمې څخه د درې ولسوالې تر چلپاوي بازار پورې داغګیري او ترمیم شو.

په ورته وخت کې، د دغه مسیر اوسیدونکي او موټر چلونکي د ټولګټو ریاست له دې کړنې څخه خوښي څرګندوي او د همکاري ډاډ ورکوي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS