د لوګر او پروان ټولګټو ریاستونو لخوا ترسره شوي ورځني فعالیتونه:

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۰:۲۱
د لوګر او پروان ټولګټو ریاستونو لخوا ترسره شوي ورځني فعالیتونه:

د ټولګټو وزارت د لوګر او پروان ولایتونو ټولګټو ریاستونو د ورځنیو فعالیتونو په لړ کې له شته ماشینري او اړوند فني او تخنیکي پرسونل څخه په مؤثرې ګټې اخیستنې سره لاندې فعالیتونه ترسره کړي.

لوګر:

د کابل – ګردیز لویې لارې اړوند په تېري کوتل سیمه کې د سړک څنډو (شولډرونو)، ویالو او پلګوټو د پاک کارۍ چارې جریان لري، چې له دې سره به د اوبو مسیر خلاص او د سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.

پروان:
د پروان ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د بګرام ۔ جبل السراج سړک د شولډرونو د تحکیم او هموارکاری چارې جریان لري، چې له دې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله کمي شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

په دایکندي ولایت کې د پاتو ولسوالۍ عمومي سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې چارې د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

په دایکندي ولایت کې د پاتو ولسوالۍ عمومي سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۹ میلیونه ۸۲۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۶
Background image

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس د اطفایې له عمومي رئیس سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رئیس، محترم حاجي فضل‌الربي، د اطفایې له عمومي رئیس محترم حافظ نوالله انصار سره وکتل او د یادې لویې لارې په شمالي او جنوبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۱۵
Background image

د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د قزاقستان په آستانه ښار کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمه‌ییزه غونډه کې، چې د قزاقستان په. . .

BACK TO NEWS