د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سمنګان او بدخشان له ټولګټو ریاستونو  څخه لیدنه وکړه:

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۹:۷
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سمنګان او بدخشان له ټولګټو ریاستونو  څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین الحاج معاون ملا عبدالجبار د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، د سمنګان او بدخشان ولایتونو له ټولګټو ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د یادو ریاستونو کړنې او تر کار لاندې پروژې یې وارزولې دغه راز، د یادو ریاستونو د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یادو ریاستونو له ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او له هغو څخه د مؤثرې ګټې اخیستلو په برخه کې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د سمنګان ولایت اړوند له حضرت سلطان پُل څخه، چې څه موده ترمیم شو هم لیدنه او څارنه وکړه.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS