د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د یو پایه فلزي پُل د بیا رغونې کار د څه باندې ۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستې ته و سپارل شو.

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۵
د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د یو پایه فلزي پُل د بیا رغونې کار د څه باندې ۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستې ته و سپارل شو.

د ټولګټو وزارت لخوا د کندز ولایت په قلعه ذال ولسولۍ کې؛ د قلعه ذال فلزي پل د ترمیم کار د څه باندې ۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او د کندز ولایت د محترم والي د یاد ولایت د امنیې قومندان د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې . دغه پل؛ د ۱۲۰ متره په اوږدوالي او ۸ متره پلنوالي سره د قلعه ذال ولسوالۍ پر مسیر موقعیت لري، چې شیرخان بندر د بلخ ولایت د دولت آباد ولسواۍ سره نښلوي او د تجارتي توکو په انتقال کې خورا اغیزمن اقتصادي رول لري. د یاد پل د ترمیم او بیا رغونې کار د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ ۴۷۷۱۸۶۰ افغانیو په ارزښ قرارداد شوی چې د شاوخوا ۳ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شو. د یادونې وړ ده چې دیاد پل په ترمیم سره د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۰۱ میلیون او ۶۶۰ زره افغانیو په تخمیني ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال دزمري مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴۷۶۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۹۸۳۱ټنه، د تورغنډۍ بندر له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې چې  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ١٢٢ میلیونه او ٣٩٨ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې تېره ورځ د. . .

BACK TO NEWS