د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل لخوا د لویو لارو او سړکونو پاکول په چټکۍ سره جریان لري

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۱:۳۳
هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل لخوا د لویو لارو او سړکونو پاکول په چټکۍ سره جریان لري

د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل لخوا د لویو لارو او سړکونو پاکول په چټکۍ سره جریان لري

کابل – جلال آباد: 
د ټولګټو وزارت د زيان منونکو سيمو او اضطراري حالت رياست کاري ټیم له لوري د کابل - جلال اباد لويې لارې اړوند د کابل دروازې په درې کيلومترۍ (ماهيپر ) سيمه کې، چې کوم فرعي سړک تېر کال د وسايطو د تګ راتګ لپاره جوړ شوی وو پرون تحکیم کاري او د کابل - جلال اباد لويه لارې ته چې کومې ډبرې را ښويېدلې وي او وسایط یې د تګ راتګ پرمهال له خنډ سره مخ کړي وو د سړک له سطحې څخه لرې شوې.
سمنګان – مزار شریف لویه لار: یاده لویه لار چې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ اړوند د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د غر ښویدنې له امله یې د ترافیکي وسایطو تګ راتګ ټکنی کړی وه دا مهال هم د مزارشریف له لوري او هم یې د سمنګان ولایت له لوري د پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري او او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
نورستان: د یاد ولایت اړوند د کونړ – نورستان سړک د برف کوچ له امله د ترافیکو پرمخ په موقتي ډول بنده شوې ده او د پاکولو چارې جریان لري، د یاد ولایت په ځینو نورو ولسوالیو کې هم د ورستیو ورښتونو له امله خاورې او ډبرې د سړک سطحې ته راښویدلې وې چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل په شپه او ورز هڅو پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي.


 کندهار: په دغه ولایت کې هم د سختو اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې له امله یې د یاد ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ لاره د ترافیکو پرمخ تړلي ده خو د پاکولو کار یې په شدت جریان لري.


سالنګ: پرون ورځ په سالنګونو کې د واورې اورښت جریان درلود چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل لخوا یاده لویه لار  پاک کاري شوه، نن ورځ په یاده لویه لار مسافروړونکي وسایط له دواړو لورو او بار وړونکو وسایطو ته په وار سره د تګ اجازه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده چې ځینې مغرض خلک د لارو د بند والي په هکله له حقیقت لري او نیمګړي راپورونه خپروي دټولګټو وزارت ولایتي پرسونل د هېواد په بیلابیلو برخو کې؛ په خاص ډول په زیان مننونکو سیمو کې په دندو ګمارل شوي دي او شپه او ورځ هڅه کوي چې هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې غوره آسنتیاوې رامنځ ته کړي او دغه وزارت د درنو هېواد والو څخه هیله کوي چې د خلکو په نیمګړو او له حقیقت لري راپورونو باندي دي باور نه کوي.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محتر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو او کار کوونکو ته لارښونه کړي چې په زیان منونکو سیمو کې دي د لارو د پاکولو او هیواد والوته د ترانسپورتي آسانتیاوو برا برولو په موخه بشپو چمتو والي ولري تر څو هېواد وال د تګ راتګ پرمهال د ستونزو سره مخ نشي

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS