په تیره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۸:۳۹
په تیره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان له ۸مې نېټې څخه تر ۱۴ مې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۲۱۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۲۱۳)  ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۹۵۳۵) ټنه چې ټولټال (۷۶۸۸۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې (۳۳۳۵) مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
•             کابل: 0202320933
•             بلخ: 0792008090
•             هرات: 0793500545
•             فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

BACK TO NEWS