د ټولګټو سرپرست وزير د قزاقستان له سفير سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۴۲
د ټولګټو سرپرست وزير د قزاقستان له سفير سره وکتل


د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کابل کې د قزاقستان له سفير محترم عليم خان يسين ګيلدييف سره د يوشمير مهمو مسايلو په تړاو په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په پيل کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: خوښ دی، چې قزاقستان د افغانستان يو له مهمو اقتصادي او تجارتي همکارانو څخه دی.

دواړو لوريو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په ځانګړي ډول د خواف-هرات د څلورمې قطعې د ۴۷ کيلومتره لومړۍ برخې اوسپنيزې کرښې د پراختيا په تړاو مفصل بحثونه وکړل، ترڅو له دې لارې د افغانستان د صادراتي توکو کچه لوړه شي او اهميت ته په کتو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکې لا پراخې شي.

د قزاقستان سفير ډاډ ورکړ، چې قزاقستاني شرکتونه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګونې ته چمتو دي.

د ټولګټو وزارت سرپرست د قزاقستان سفير ته اطمینان ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې په بشپړ ډول امنيت تامين او پانګونې ته ښه فرصت برابر دي، نو قزاقستان بايد له دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې قزاقستاني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS