د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پیل شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۱۱
کار اعمار و ساختمان سرک قوشتيپه - درزآب به ارزش ۱.۴ مليارد افغانی آغاز گرديد

د جوزجان ولایت اړوند د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې، په دریوو لاټونو کې د تولګټو وزارت لخوا د دریو بیلابیلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره په تخمیني ډول د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد شوي، چې رغنیزې چارې یې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوی اسد الله مسرور او یو شمیر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
دغه سرک د ۵۱ کيلومتره په اوږدوالي سره د جوزجان ولایت له قوشتیپې ولسوالۍ څخه پیل او ددغه ولايت تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي، چې د دوه پایو پلونو، د ۱۳۷ پایو پُلګوټو، استنادي دیوالونو او د سړک د څنډو د لښتیو (ویالو) د رغونې کار هم پکې شامل دی.
لومړی لاټ یې د ۱۹.۸ کیلومتره په اوږدوالي سره د قوشتیپې ولسوالۍ له نوآباد سيمې څخه پيل بيا تر تراغلي سیمې پورې، دویم لاټ د ۱۷.۴۶ کیلومتره په اوږدوالي سره له تراغلي څخه بيا تر شیربیک سيمې پورې او دریم لاټ یې د ۱۳.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي.
د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک او خوندي لیږد-رالیږد کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.
ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS