د سالنګونو پر لویه لار د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۳۲
د سالنګونو پر لویه لار د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریان لري

د سالنګونو لویه لار چې تېره ورځ د تیزې واورې د اورښت دوامداره طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، له نیکه مرغه د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ په دوامداره هڅو بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه او دامهال په یاده لویه لار د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریانی لري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست د کارکوونکو له لوري لا هم په واورينو کنګل شویو سیمو کې د خاورې او مالګې شیندل جریان لري.

د ټولگټو وزارت له ګرانو هېوادوالو او درنو موټرچلوونکو څخه د دوی د خونديتوب لپاره غوښتنه کوي، چې د دې لویې لارې څخه په تېرېدو سره دې د وسایطو لپاره چین (ځنځیر) ګرم ژمني توکي او تجهیزات له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین مراعت او له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي، او د سالنګونو د موظفینو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د واورې اورښت جريان درلود، خو له نيکه مرغه په اړوندو ولايتونو کې لويې لارې او سړکونه د ترافيکو پر مخ پرانيستې دي.

۱۰قوس د ټولګټو وزارت رسنیز

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د ټولګټو وزیر د میل ۷۸ ابو النصر فراهي سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر په دوام د فراه ولایت د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک د رغنیزو چارو له جریان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د فراه–فراه رود سړک د رغیزو چارو څخه د ټولګټو محترم وزیر لیدنه وکړه او د کارونو پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا  محمد عیسی ثاني او ورسره مل پلاوي، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال د فراه ولایت د فراه – فراه رود سړک د اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د ټولګټو وزیر د کندهار - هلمند لویې لارې د ترمیم او بیارغونې او د ګرشک – موسی کلا سړک د رغونې پروژو له کاري بهیر څخه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د کندهار - هلمند لویې لارې د. . .

BACK TO NEWS