داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- دوه پایه پلونو

ashraf_admin
اعلان داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د ميدان وردګ ولايت د دراني پُل او د ياد ولايت د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي، د شرطنامې سافټ کاپي او تخنيکي اسناد د ټولګټو وزارت د ساختماني چارو رياست له تدارکاتو آمريت څخه ترلاسه کړي، خپل سر تړلي آفرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر (۱۴۰۳/۱۲/۰۴) – سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت تدارکاتو رياست ته، چې د ملالۍ واټ، پخواني کورنيو چارو وزارت سړک، د معلوماتو او ملي احصايې ادارې ترڅنګ واقع دی؛ وسپاري.
ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د دراني پُل د ترميماتي پروژې د آفر تضمين په بانکي ډول (۶۰،۰۰۰) - (شپيته زره) افغانۍ او د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د آفر تضمين هم په بانکي ډول (۱۱۳،۰۰۰) – (يو سل او ديارلس زره) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانيستلو غونډه به په (۰۵/۱۲/۱۴۰۳) نېټه سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت د رياست دفتر د غونډو په تالار کې په دريم منزل کې ترسره شي.

...

5 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- دکوکه او دوشي د دریم لاټ پر موجوده پل د سوپراسترکچر د پورتنۍ برخې د بیا رغولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( دکوکه او دوشي د دریم لاټ پر موجوده پل د سوپراسترکچر د پورتنۍ برخې د بیا رغولو پروژې ) د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د میدان وردګو – لوګر د سړک ترمیمول او بیارغونه، له پل علم څخه تر نهه ‌برجه سیمې پورې

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د میدان وردګو – لوګر د سړک  ترمیمول او بیارغونه، له پل علم څخه تر نهه ‌برجه سیمې پورې ) د داوطلبی په پروسه کې ګدون . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۳۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- لغمان ولایت، قرغه ای ولسوالۍ معشل کمر سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت اضافي موازي ملکیت د کرایې ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود لغمان ولایت، قرغه ای ولسوالۍ معشل کمر سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه . . .

Back to tenders