د پکتیکا – زرمت ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې پیل شوې

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
د پکتیکا – زرمت ۳۸.۷ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت لخوا د پکتیکا – زرمت سړک د اساسي رغونې عملي چارې نن ورځ د یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.

د پکتیکا – زرمت سړک د ۳۸.۷ کیلومتره په اوږد والي سره د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې څخه پیل د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې رسیږي، چې د اساسي رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت لخوا د  عرفان هلال او فردوس هېواد ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوې دي.

د یاد سړک په بشپړېدو سره به د پکتیکا او پکتیا ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو انتقالات چټک او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به حل شي.

 د یادونې وړده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته، په مستقیم او غیر مستقیم  ډول دکار زمینه براربره شوې ده.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS