د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د امکان سنجۍ ( شونتیا څېړنې) تفاهم نامه د ا.ا.ا په ارګ کې لاسلیک شوه

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۳:۳۷
د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د امکان سنجۍ ( شونتیا څېړنې) تفاهم نامه د ا.ا.ا  په ارګ کې لاسلیک شوه

 

د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د امکان سنجۍ ( شونتیا څېړنې) تفاهم نامه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د پاکستان د ريل پټلۍ او ازبکستان هېوادونو د ترانسپورت وزیرانو ترمنځ، د درې واړو  هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې لاسلیک شوه.

 افغان ټرانس اوسپنیزه کرښه یوه ستراتیژیکه پروژه ده چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا له جنوبي آسیا، سیمې او نړۍ هېوادونو سره نښلوي.

دغه کرښه شاوخوا ۶۸۱ کيلومتره اوږد والی لري چې په رغېدو سره به يې د منځنۍ آسيا هېوادونه وکولی شي د جنوبي اسیا او نړۍ هېوادونو په بازارونو کې خپل سوداګريزو او کرنیزو توکو ته ځای پیدا کړي.

د دغې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان په سیمه کې په ټرانزیټي څلور لارې بدل شي. او د یادې پروژې له لارې به افغانستان میلیونونه ډالر عاید تر لاسه کړي او ګڼ شمېر هېوادوالو ته به مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمینه برابره شي.

دغه راز به د منځني آسیا هېوادونه په خاص ډول ازبکستان له دغې لارې د جنوبی اسیا بندرونو په ځانګړي توګه د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته لاره پيدا کړي.

د افغان ترانس پروژه د افغانستان د اقتصادي لید یوه برخه ده، او د ا.ا.ا له مهمو اقتصادي برنامو څخه شمېرل کېږي، چې موخه يې افغانستان په اقتصادي څلور لارې بدلول دي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۵
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت د سالنګونو دساتنې او څارنې رئیس او د پروان ولایت د ټولګټو ریاست رئیس یې هم ملتیا کوله، تېره پنجشنبه سالنګونو ته سفر وکړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

BACK TO NEWS