په کاپیسا ولایت د ۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت د يوې ترميماتي پروژې چارې پیل شوي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۵۲
په کاپیسا ولایت د ۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت د يوې ترميماتي پروژې چارې پیل شوي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لورې په کاپیسا ولایت کې، د نجراب ولسوالۍ د جامع جومات اړوند د سړک يوه ترميماتي پروژه نن رسماً پیل شوه.
د یادې پروژې د پرانیستي په مراسمو کې د کاپیسا ولایت والي محترم قاري احسان الله بریال، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي بحرالله بدري، د نجراب ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي عطاالله نعمت، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په ياده ترمیماتي پروژه کې د نجراب ولسوالۍ د جامع جومات اړوند د لوی پل، د عمومي سړک د فرش، د استنادي ديوالونو او پلګوټو ترمیم کول شامل دي، چې چارې يې د ټولګټو وزارت له لورې د ۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي.
ځايي مسوولينو او اوسېدونکو د يادې پروژې د پرانيستنې هرکلی وکړ او دا یې د ا.ا.ا له لوري د سیمې د پراختیا او آبادۍ پر لور یو مثبت ګام وباله.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې په ګټې اخيستنې سره به  د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي او د استنادي دېوالونو او پلچکونو په ترمیم سره به د سېلابونو او موسمي بارانونو له امله د سړک له ویجاړیدو څخه مخنیوی وشي.

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS