د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز عملي چارې پيل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۳۲
د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز عملي چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز عملي چارې، د څه باندې ۵۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې، چې د دې برخې په بشپړېدو سره به د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

په دې تړاو په هرات کې ځانګړي افتتاحيه مراسم ترتيب شوي وو، چې پکې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال، د هرات والي، د ټولګټو وزارت يوشمېر رئيسانو، تخنيکي انجنيرانو او د ګڼو امارتي ادارو مسوولينو ګډون کړی وو.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال، محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د يادې پروژې په پرانیستې مراسمو کې په هيواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر اهميت او پراختيا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د خواف – هرات مسير په بشپړ ډول ګټې اخيستنې سره به افغانستان د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په نښلونکې څلورلارې بدل شي.

د نوموړي په خبره، د يادې پروژې لګښتونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري برابرېږي، چې په بدل کې به يې د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د جست او سرب له کان څخه استفاده وشي او چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې په وينا يې ډېر ژر به د هرات – تورغونډۍ او هرات – سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ کارونه هم پیل شي.

د هرات والي محترم شیخ مولانا اسلام ‌جار وايي، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ په څېر پروژو سره به هرات په یو ترانزيټي څلورلارې او د سوداګریزو توکو د تبادلې پر مرکز بدل شي او د مزار – هرات او خواف – هرات مسيرونه کولای شي د سیمې هېوادونه د یوې لنډلارې په توګه سره ونښلوي، چې دا د هرات لپاره لویه تجارتي ګټه ده.

د پرانيستي پروژې مدیر عبدالقاهر بکتاش وايي، دا پروژه په درېیو ساحو کې عملي کېږي او ټولټال ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د پروژې لاره له ده ‌سرخ سیمې پیل کيږي او تر هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي، چې په ۲۴ کاري میاشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس محمد ناصر امین وايي: "دا پروژه به په مستقیم ډول د هرات پر صنعت او سوداګرۍ مثبت اغېز وکړي، ځکه له بندر عباس څخه د یو ټُن مال لېږد ۱۳۰ ډالره؛ یا تر دې ډېر لګښت درلود، چې د دې مسير په فعالېدو سره به دغه لګښت ۴۰ ډالرو ته راکم شي."

د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ ټولټال ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.

بايد وويل شي، چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد نرخونه راکم شي، چې دا به د دواړو هېوادونو او سيمې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې لامل شي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي

د کندهار – سپین بولدک سړک د هېواد له مهمو او ترانزیټي مسیرونو څخه دی، چې د کندهار له مرکز څخه پیل د وېش بازار ترحدودو پورې رسیږي، د دغه سړک د دویم لین رغنیزې چارې له وړاندې پيل شوې وې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

BACK TO NEWS